د احساس تابلو چیغې یې وکړې. شونډې یې داسې سره وخوځولې ته وا زمزمه کوی. له یو آخ سره یې مخ په دواړو لاسونو پټ کړ. اوښکې یې له زنې پر گرېوان وڅڅېدې. دا د یوې شېبې کیسه وه خو زه دا دی کلونه کېږی دا تابلو کښلی نه شم. دوه درې واره یې د پنسل څوکه پر خپلو غاښونو وټکوله او ویې پوښتل: څوک شته چې د یو ښکلی څیز د یو احساس تابلو وکښی؟ ۱۴۰۱.۲.۲۲
درباره این سایت